اسلام آباد 06 نومبر (اے پ?? پي) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئيلي دي پاکستان پو??ېن?? سره شريكې مرستې او تاريخي روابطو ته په درنه سترګه ګوري٬ او خوښي لرو چې شريكې اړيكې د اقتصادي څانګو او د تجارت په كچه د ملاتړ د لارې لا قوي كړې شي۔ د سېنېټ چيئرمېن دا خبرې د پو??ېن?? سېنېټ مارشل سټېنسلا كرزوسكي په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلې پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې ۔ د سېنېټ چیئرمېن د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د پو??ېن?? د اعلیٰ كچ پلاوي دوره د دې خبرې عكاسي كوي چې پو??ېن?? پاكستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او د دې دورې په مهال اولس مشر٬ وزيراعظم او نور د اعلٰې كچې ملاقاتونو نه دا خبره برېښي چې پاكستان هم پو??ېن?? يو ډېر مهم هېواد ګڼي۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پارلماني پلاويو تګ راتګ لا تندولو او د پارلماني سفارت كارۍ د لارې مرستې لپاره په نويو لارو لټولو هم زور رواړو۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل ترهه ګري او انتها خوښي نړيواله ستونزه ده٬ پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ او د 70 زره ځاني زيانونو زيان سره په لويه كچه معاشي زيان هم پورته كړې۔ ده زياته كړه چې د پاكستان اولس عزم لري چې په دې مسئله به ډېر زره قابو وموندلې شي۔ د سېنېټ چیئرمېن د پلاوي پام په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري خلاف ورزيو او د ظالمانه كاروائيو پلو راګرځولو سره ووئيل په مقبوضه سيمه كښې هندي ځواكونو د بې ګناه كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره روانې هلې ځلې غلې كولو لپاره د بې پناه تشدد داسې طريقې خپلې كړې چې ورسره په زرګونو خلق د بينائۍ نه محروم شوې دي۔ په دې موقع د پو??ېن?? لخوا د بشري حقونو د كمېټۍ په غړيتوب لپاره په ملاتړ د پو??ېن?? د حكومت مننه كړې ۔ د پو??ېن?? پلاوي مشر باور وركړو چې پو??ېن?? به د كشمير په لړ كښې د ملګرو ملتونو ملاتړ كوي ځكه چې پو??ېن?? په سوله اي??ه ډول د خبرو اترو د لارې د مسئلې هوارې غواړي۔ ده ووئيل په پارلماني كچه خبرو اترو سره شريكو اړيكو ته وده ترلاسه كېږي۔ دې څخه وړاندې پارل??ان ته په رارسېدو پلاوي د جمهوريت يادګار ته لاړو او جمهوريت لپاره قربانۍ وركوٶنكو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ پلاوي د دستور ګلۍ هم څارنه وكړه۔ په دې موقع پلاوي ته د پاكستان د پارل??ان د آئيني تاريخ په اره تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع سېنېټ چيئرمېن د مېلمنو په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړه۔