اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې كوم وزيرا??ظم چې هېواد د تيارو څخه ويستلې او اولس له يې څوكالي وركړې٬د هغه د احتساب څخه د يرولو حاجت نشته٬پاكستان كښې د احتساب روايت پخواني وزيرا??ظم محمد نواز شريف پخپله ځان احتساب ته وړاندې كولو له جوړ كړې٬پخوانې وزيرا??ظم پخپله خپل ځان آئين او قانون ته وړاندې كوي٬دغسې ټولو ادارو له به د آئين او قانون ترمخه كار كول وي٬نواز شريف د ووټ تقدس بحالول غواړي٬عمران خان د ادارو سپكاوې كوي٬عمران خان د پروټوكول او امنيت ترمينځه فرق نه پېژني٬چا چې د ترهه ګرۍ مقابله كړې وي هغه ته د امنيت حاجت نه وي٬د پاكستان اولس د محمد نواز شريف سره دې۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د اسلام آباد هائي كورټ په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔دې ووئيل پخواني وزيرا??ظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې په پاكستان كښې به د احتساب روايت پخپله پېل كوم هم دغسې هغه خپل ځان عدالتونو ته وړاندې كولو سره روايت پېل كړې۔نواز شريف دا هم وئېلي دي چې اوس په پاكستان كښې څوك هم د احتساب څخه نه شي بچ كېدې۔مريم اورنګزېب ووئيل كوم وزيرا??ظم چې پاكستان له سي پېك وركړې او ترهه ګري يې ختمه كړې كوم وزيرا??ظم هېواد د تيارو څخه ويستلې او اولس له يې څوكالي وركړی هغه ته د احتساب څخه د تښتېدو حاجت نش??ه۔??ې ووئيل يو داسې تن كوم چې ادارو ته سپكې تورې وئېلي او د ادارو يې سپكاوې كړې هغه د عدالتونو څخه تښتې۔دې ووئيل عمران خان اولس ته نه شي وړاندې كېدې ځكه چې هغه ته معلومه ده چې هغه څه هم نه دي كړې او پخپله غل دې۔دې ووئيل كوم وزيرا??ظم چې د ترهه ګرۍ مقابله كوي هغه ته د امنيت حاجت نه وي۔دې ووئيل نواز شريف د اولس په خاطر د پاكستان آئين او قانون ته وړاندې كېږي ځكه چې هغه په درېم ځل د اولس په طاقت وزيرا??ظم ټاكل شوې وو۔ده ووئيل نواز شريف د ووټ د تقدس بحالۍ له ادارو ته وړاندې كېږي۔دې ووئيل د پاكستان اولس د محمد نواز شريف سره دې٬هغه د اولس خذمت كړې او پاكستان يې د پرمختګ پلو روان كړې۔دې ووئيل پخوانې وزيرا??ظم محمد نواز شريف پخپله آئين او قانون ته وړاندې كېږي دغسې ټولو ادارو له به د آئين او قانون له مخې كار كول وي۔