اسلام آباد 04 جون (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان آذربائيجان سره تجارت٬دفاع٬ك??تو?? او د سېلګرۍ اړيكو ته لا تقويت وركول غواړي۔د ايوان صدر مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د آذربائيجان پارليمان سپيكرې پروفيسر غفارووا سره خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ هغه سره ملاقات كولو۔صدر ووئيل پاكستان آذربائيجان سره تجارت٬دفاع٬ك??تو?? او د سېلګرۍ اړيكو ته لا تقويت وركول غواړي٬پاكستان آذربائيجان سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل دواړه هېوادونه يو ډول مذهب٬اقدار٬ك??تو?? لري او په سيمه ايز او نړيوالو چارو شريك خيالات هم لري۔صدر دوه اړخيزه ??رس??ه لا مستحكمولو لپاره د اعلٰی كچ په سياسي٬ك??تو??ي او معاشي پلاويو په تبادله هم زور راوړو۔په دې موقع د آذربائيجان سپيكرې ووئيل اقتصادي٬سياسي٬ك??تو??ي او په اسټرټېجك كچه د دواړو هېوادونو ترمينځه روابط د زياتولو ضرورت دے۔د دواړو هېوادونو اولسونو ترمينځه به روابطو لپاره ك??تو??ي اړيكې زياتول وي ۔پروفيسر غفارووا ووئيل د آذربائيجان اولس او سياسي مشرتابه د نګورنوكاراباخ په ملاتړ د پاكستان مننه كوي ۔آذربائيجان به په كشمير د پاكستان د دريځ په هره كچه ملاتړ روان ساتي