اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د مدينې رياست د قانون په سرلوړۍ او د انسانيت خېرښګړې په بنياد جوړ شوے، مسلمانانو چې كله هم په دې اصولو عمل كړے كامياب شوي، كومو هېوادونو چې په دې اصولو عمل كړے ترقي ئې كړې، كوم قامونه چې د قانون په سرلوړۍ عمل نه كوي تباه شي، اميد لرم چې اسلامي هېوادونه به د مدېنې رياست په بنيادي اصولو عمل كولو سره خپل د ل??سه وركړے مقام ترل??سه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د حضرت محمدﷺ په سيرت مبارک كښې د تهذيبي اقدارو په سرخط نړيوال كنفرنس ته ورچوئل وېنا كښې وكړه۔ د نړيوال كنفرنس تابيا رباط اسلامك ورلډ اېجوکيشنل، سائنټيفك اينډ کلچرل آرگنائزېشن كړے۔ وزيراعظم ووېيل حضرت محمد ﷺ د مدينې رياست په بنياد د نړۍ عظيم ترين تهذيب جوړ كړے د كوم چې دوه اصول د قانون سرلوړ?? او فلاحي رياست وٶ، زمونږ پيغمبرﷺ فرمائيلي كه زما لور هم جرم وكړي نو سزا سره به مخ كېږي، دوېم ئې فرمائيلي چې تاسو نه وړاندې يو شمېر قامونه ځكه تباه شوي وٶ چې هغو?? طاقتور او كمزور له جلا قوانين جوړ كړې وو۔ وزيراعظم ووئيل په كومو قامونو كښې چې د قانون حكمراني نه وي هلته د ځنګل قانون وي نو ھغوي زر يا ورستو تباه ش?? او عظيم قامونه د انصاف په اصولو عمل كوي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ پيغمبرﷺ د انسانيت په تاريخ كښې فلاحي رياس?? جوړ كړے او په وړومبي ځل رياست د بې وسو٬ يتيمانانو٬ كنډو رنډو او د بې وسه طبقې ذمه واري قبوله كړې۔ده ووئېل د پنشن نظام هم زمونږ دوېم خليفه حضرت عمر (رض( په دور كښې پېل شوے ٶ او رياست د سپين ږيرو د مرستې ذمه واري اخستې٬ ھغه يو مثالي رياست ٶ٬ وړومبے په دې رياست كښې د كمزورې طبقې خيال ساتلے شوے او نور طاقتور ئې د قانون تابع كړي، نن هم په دې عظيم اصولو عمل كوٶنكي ټولنې سوكاله د?? او داسې ټولنې چې د قانون حكمراني پكښې نه و?? او د كمزور طبقو خيال نه ساتي ھغوي د تاريخ برخه جوړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د نړۍ رامخې ته شوے قوت چين په 30 كالو كښې 70 كروړه نه زيات خلق د غربت نه رابهر كړ?? او په وزارتي كچه 400 عهدېدار ئې په بدعنوانۍ كښې زندان ته اچولي ۔ وزيراعظم ووئيل كه مونږ په تاريخ نظر واچوٶ نو په انساني تاريخ كښې د دولس كالو په لږه موده كښې د روم او فارس سلطنت ھغه عظيم انقلاب ختم كړي ځكه چې د مدينې په رياست كښې په مېرټ عملدرامد كېدو او د بې وسه طبقو د حقونو تحفظ كېدلو۔ ده ووئيل د قانون حكمران?? او د فلاحي رياست ځالانده اصول د عظيم تهذيب او په رياس?? جوړولو كښې فرق واضح كوي۔ ده ووئيل زه اميد لرم چې اسلامي هېوادونه به د مدينې په دغه دوه بنيادي اصول عمل كولو سره خپل د ل??سه وركړے مقام بيا ترل??سه كړي،د نيمې وچې عظيم شاعر علامه اقبال هم وئيلي وٶ چې ملسمانانو چې كله هم په دې اصولو عمل كړے بريالي شوي۔