اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د افغانستان خارجه وزير محمد حنيف اتمر سره د وېډيو لنك د لارې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو، د افغانستان د سولې په عمل او د امريكې او ناټو لخوا د افغانستان څخه د وتلو نه په وروستو صورتحال خبرې شوي . خارجه وزير د افغانستان د خارجه وزير د روغتيا پوښتنه وكړه. د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل افغانستان نه يوازې د پاكستان ګاونډي هېواد دے بلكې مونږ يو ډول مذهبي، تهذيبي ا?? تاريخي اقدار لرو. زمونږ ډېرې ګټې او چېلنجونه شريك دي. دواړو خارجه وزيرانو د افغانستان په صورتحال د درې اړخيزه غونډې په جوړ??لو د تركيې د كردار ستائنه وكړه. خارجه وزير ووئيل په افغانستان كښې د څلورو لسيزو څخه د روان كړكېچ خاتمې او د سول عمل كاميابې لپاره به ټ??لو ډلو ته د جامع، سنجيده او نتيجه وركوونكو مذاكراتو لار خپلول وي. خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل زه هيله لرم چې كله بيا د استنبول كانفرنس راوبللے شي نو پكښې به ټولې ډلې ګډون وكړي. خارجه وزير ووئيل پاكستان افغانستان سره په ګڼ اړخيزه څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې عزم لري. خارجه وزير په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زيات??لو لپاره د اے پېپس (APAPPS ) مېكانزم فعاله ك??لو ټينګار هم وكړو. ده ووئيل په افغانستان كښې امن سره به په منطقه كښې اقتصادي چارې او روابط وده ومومي. دواړو خارجه وزيرانو د بنديوانو په خوشې كولو، د وېزه په چارو، كاسا 1000 او دوه اړخيزه چارو خبرې وكړۍ. خارجه وزير د افغانستان خارجه وزير ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه كومه چې هغه قبوله كړه.