اسلام آباد 05 اپرېل(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د ځوانانو صلاحيتونه كارولو لپاره د آئي ټي څانګې كردار ډېر مهم دے٬ د آئي ټي په څانګه كښې د كووېډ 19 په مهال تعليم يافته ځوانانو لپاره بې ش??ېره موقعې پېدا شوې دي٬ د خاص ټېكنالوجي زونز جوړول به د آئي ټي څانګې په وده كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګ?? په ورځ پھ هېواد كښې د آئي ټي سېكټر ودې په اړه د غونډې مشري كولو په مهال كړې۔ د وزيراعظم آفس ?? مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د آئي ټي پوهانو٬مسعود جبار٬د پي ټي اے چيئرمېن ميجر جنرل (ر)عامر عظيم باجوه٬ د سپېشل ټېكنالوجي زون اتهارټي چيئرمېن عامر هاشمي٬د این آئی ټی بي سی اي او سید شباهت علی شاہ موجود و۔ په غونډه كښې د آئي ټي سېكټر ودې لپاره د لنډې٬مينځنۍ او اوږې مودې په بېلا بېلو اقداماتو ??ور وكړې ش??۔ وزیراعظم ته وو??يل شودا مهال د آئي ټي په څانګه كښې د پنځه ارب ډالرو زرمبادلې پېدا كولو پوټينشل موجود دے خو سېكټر منظم نه كېدو او د آسانيو كمي په سبب ترلاسه كېدونكې زرمبادله د استعداد څخه ډېره كمه ده۔ وزيراعظم غونډې ته د وېنا كولو په مهال وو??يل چې د ځوانانو صلاحيتونه كارولو لپاره د آئي ټي څانګې كردار ډېر مهم دے. ده وو??يل چې د آِئي ټي سېكټر په اړه په هېواد كښې ډېر پوټينشل موجود دے٬د كووېډ 19 په سبب چې چرته بېلا بېل چېلنجونه وړاندې راغلي هلته د كور څخه كار كولو په اړه د آئي ټي تعليم يافته ځوانانو لپاره بې ش??ېره موقعې پیدا شوې دي. حكومت د آئي ټي سېكټر پوهانو پھ خاص توګه وړيا لانسرز منظم كولو په اړه په ترجيحي بنيادونو اقدامات پورته كوي۔ وزيراعظم په هېواد كښې سپېشل ټېكنالوجي زونز جوړولو اهميت رامخې ته كولو سره وئېلي دي چې اېس ټي زونز جوړولو سره به د آئي ټي سېكټر وده كښې مهم كردار ادا كړي۔ د آئي ټي سېكټر ودې په اړه په ټائم لائنز اډانه د لنډې٬مينځنۍ او اوږې مودې حكمت عملۍ ته حتمي شكل وركړې ش?? دغسې چې په دې په سمدستي توګه عملدرآمد پېل شي