اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي)د پاكستان تحريك ان??اف لارښود سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې پخوا چې كومو خلكو د جرائم پېشه قبضه ګرو ډلو ملاتړ كولو٬نن چې كله هغوي نېب بلي نو د ځواب په ځاې د بريد كولو دړكې وركوي٬نواز شريف هم د قانون نه تښتېدلے دے٬قانون د كور وينزه ??ڼل?? سره سياست د ډھال په توګه كاروي٬په كومه هم مهذبه ټولنه كښې د??سې نه وي چې عدالتونه يا آئيني ادارې پوښتنه وكړي او په هغوي بريد وكړے شي۔ براډ شيټ رپورټ وزيراعظم ته وړاندے كړے شوے دے د دې جاج اخستلو نه وروستو به تفصيلات اولس ته وړاندې كړو۔هغه د نهې په ورځ ډائرېكټورېټ آف اليكټرانك مېډيا اينډ پبلسټي او د نظريه پاكستان ټرسټ په مرسته اېف نائن پارك كښې د پاكستان ورځې مناسبت سره د عكسي نندارتون دستورې ته خطاب كولو۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل پاكستان جوړولو له بلھا قربانۍ وركړې شوې دي٬د پاكستان جوړولو مقصد يو د??سې هېواد ترلاسه كول و چرته چې آئين او قانون ته سرلوړي ترلاسه وي۔هغه ووئيل دې هېواد لپاره پاك پوځ امنيتي ادارو او اولس ډېرې قربانۍ وركړې دي٬په دې هڅو كښې مېرمنو هم بشپړه برخه اخستې ده۔هغه ووئيل زمونږ په هېواد كښې يو د??سې عادت جوړ شوے كوم چې د ټولنې اخلاقي معيار لله مينځه وړلې نن كرپشن كرپشن ګڼلې نه شي او اشرافيه په قانون پسې خندا كوي۔هغه ووئيل مونږ د??سې ټولنه غواړو كومه كښې چې قانون ټولو لپاره ي?? ډول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل ځينې عناصر د خپل دولت او جائيدادونو بچ كولو هڅې كوي۔ نندارتون كښې د ډائرېكټورېټ آف اليكټرانك مېډيا اينډ پبليكېشن لخوا په خاص توكه د پاكستان ورځې په اړه تيار كړې شوې ملي سندره او دستاويزي فلم وړاندے كړے شو۔د دستاويزي فلم د لارې د موجوده حكومت هغه ګامونه هم په ګوته كړے شو د كومو د لارې چې د پاكستان د يو عظيم اسلامي فلاحي رياست خوب رېښتيا كولے شي