اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي)په پاكستان كښې د آسټېرېليا هائي كمشنر ډاكټر جيفري شا د پاكستان ورځې په موقع د پاكستان اولس ته مباركي وركولو سره وئېلي د خپلې آزادۍ نه تراوسه٬ پاكستان جمهوريت او معاشي پرم??تګ لپاره لويې پېشرفت كړے او آسټرېليا په دې موده كښې د پاكستان يو مستحكم او نزدے ملګرے پاتے شوے۔ مونږ د پاكستان اقتصادي٬ سلامتيا او د تل پاتې خوشحالۍ په اميد او دې له په روانو هڅو كښې پاكستان سره ولاړ يؤ۔ د ګل په ورځ د پاكستان ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د آسټرېليا هائي كمشنر ووئيل مونږ يو شمېر يو ??ول اقدار لرؤ۔ ډاكټر جيفري شاه هيله څرګنده كړه چې د دفاع٬ تجارت٬تعليم او پرم??تګ په څانګو كښې به دوه اړخيزه مرسته لا مستحكم شي۔ هغه زياته كړه چې مونږ به هر سخت وخت كښې به مونږ يو بل سره ولاړ پاتے كېږو