اسلام آباد 17مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احم?? وئيلي دي پاکستانيانو لپاره د کويت ويزې وركول به زر پېل شي، د نواز شريف پاسپورټ په شارټ نوټس جوړولو له چمتو يو، نواز شريف به په دغه پاسپورټ يواځي پاکستان ته راتللے شي،پي ډي اېم د مارچ ځنډولو ښه پريكړه كړې ۔ د شورو په ورځ پريس کنفرنس ته وينا كښې د كورنيو چارو وزير وو??يل قطر ته تللے ووم هغوي سره ښې خبرې شوي، د پاکستاني قام لپاره زيرے لرو چې د پاکستانيانو لپاره د 2011 راهسي بندې شوې وېزې وركول به پېل شي ۔دا خبره د كويت د كورنيو چارو وزير سره شوې۔ده وو??يل په كورنيو چارو وزارت كښې د 18،18 كالو راهسې ناست افسران به بدلولے شي۔شيخ رشيد احمد وو??يل پي ډي اېم د مارچ ځنډولو ښه پريكړه كړې ، سياست كښې سکون راغلے اوس به د روژې مياست هم ښه تيره شي، پي ډي ايم ته وايم چې اسمبلۍ ته راشي او خبرې اتري وكړي، پي ډي ايم عمران خان له ماتې نه شي وركولې، عمران خان په سياسي توګه قوي دے كوم ته چې هغوي زيان نه شي رسولے ۔ ده وو??ېل هغه د هېواد داسې كوم ځاے نه دے پرېښودے چرته چې هغه جلسه نه ده كړي۔ د يوې پوښتني په ځواب ده وو??يل (ن)ليګ كښې دوه ډلي دي او هغه هم په يوه كورنۍ كښې دي۔ ده وو??يل پاکستان او قطر خپلو كښې ښې اړآېكي لري، قطر سره د ايل اين جي ډيل شوے۔ وفاقي وزير وو??يل وزيرِاعظم عمران خان ټول وزيران متحرك كړي او د كار سپارښتنه ئې كړې ۔ده وو??يل نه د نورو په وزارت كښې مداخلت کوم او نه څوك خپل وزارت كښې مداخلت ته پريږدم۔