اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د مذاكراتو د لارې د كشمير مسئله حل كول غواړؤ۔ د كشمير مسئله د هند داخلي مسئله نه ده۔ د كشمير مسئله د سلامتي كونسل په ايجنډا موجود ده۔ هغه د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې كشميريانو سره د يو والي څرګندونې له راجوړې كړې شوې د كشمير ثقافتي ورثې او عكسي نندارتو دستورې ته خطاب كولو?? دستورې ته خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د آزاد كشمير صدر سردار مسعود احمد خان او د اطلاعاتو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز هم خطاب وكړو?? دستورې ته خطاب كوؤنكو كشمير كښې د 18 مياشتو نه په روانه ظالمانه محاصره او په كشميري اولس روانو ظلمونو او زياتۍ رڼا واچوله?? دستوره كښې كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له په كشميري ژبه كښی ملي نغمې او سندرې ووئيلې شوې۔ خارجه سېكرټري سهېل محمود او د خارجه وزارت مشران چارواكي موجود وو۔ د دستورې مقصد جموں وكشمير كښې د بشري حقونو روانو خلاف و??زيو په ډاګه كول او د تش لاسه كشميري اولس عزم او حوصلې ته د عقيدت پېرزوئ??ې ??ړاندې كول وو۔ خارجه وزير د كشميريانو خپلاكۍ حق ترلاسه كولو تحريك حوالې سره د عكسي نندارتون پرانسته وكړه۔ خارجه وزير دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل مقبوضه كشمير كښې د قابض هندي پوځ لخوا د ظلمونو او زياتي لړۍ روانه ده۔ هغه ووئيل د مذاكراتو د لارې د كشمير مسئله حل كول غواړؤ۔ د كشمير مسئله د هند داخلي مسئله نه ده۔ د كشمير مسئله د سلامتي كونسل په ايجنډا موجود ده۔ هغه ووئيل د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل كېدې شي۔ هغه ووئيل هند د خپلواكۍ ترلاسه كولو تحر??ك ترهګرۍ سره د تړلو ناكامه هڅه كړې ده ولې بلخوا د هند لخوا په اېل او سي د جنګ بندۍ لوظنامې پ??له پسې خلاف و??زۍ روانې دي۔ خارجه ووئيل مونږ د مذاكراتو د لارې د م مسئلې حل غواړؤ