اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د ګلګت بلتستان او كشميري چارو وفاقي وزير علی امین خان ګنډاپور وئيلي دي د افضل ګرو عدالتي وژنه د رياستي ترهګرۍ ښكاره ثبوت دے۔ د هغه په دې ناوړه توګه د وژنې په پېښه ټوله مقبوضه وادۍ كښې احتجاج روان دے۔ علي امين ګنډاپور د افضل ګورو د اتم تلين په ??وق?? خپل پېغام كښې ووئيل د هند ټولې رياستې ادارې د آر اېس اېس هندوتوا نظريې د ايجنټس كردار تر سره كوي ۔ هغه ووئيل كشميرې ځوان اطهر مشتاق هندي پوځ په دسمبر مياشت كښې شهيد كړے۔ علی امین ګنډاپور ووئيل د زوي د مړي په غوښتنه د پلار په ضد د ترهګرۍ د تور قانون له مخې مقدمه درج كړې شوې۔ هغه ووئيل مقبوضه کشمیر كښې د زرګونو په شمېر بې نومه قبرونه موندلے كېږي كوم چې د بشري حقونو ادارو هم په ګوته ك??ي۔ هغه ووئيل كشميري اولس د تېرو 70 كلونو نه د ځانګړي اس??قا??ت او عزم څرګندونه كړې