اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي) د موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي ټن بېلين ټري سونامي منصوبه نړۍ لپاره د ماحوليات تحفظ او ودې پحقله د يو ما??ل پراجېكټ حېثيت اختيار كړے، پاكستا?? يوازنے پرمختګ كون??ے هېواد دے څوك چې پخپلو وسائلو نه يوازې ځنګلات بچ كوي بلكې ځنګلونه هم زياتوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نېشنل فارېسټ مانيټرنګ سسټم پورټل اجراء او د ځنګلات په اړه د جديد الاتو ور??ول?? دستورې په مهال وكړه ۔ ده ووئيل رېد پلس مېكنزم نړۍ د ځنګلونو د اهميت نه خبرولو او د اونو افاديت رامخې ته ??ول?? لپاره جوړ كړے شوے ؤ۔ ده ووئيل اونې د موسمياتي بدلون سبب جورېدونكو عواملو كښې تر 30 فيصده كمې راوستې شي۔ ده ووئيل په اوسني تحقيق كښې دا خبره رامخې ته شوې چې يو ترېليون اونې په نړۍ كښې د کاربن ډائي آکسائيډ ټول اخراج جذب ??ول?? له مرسته كولې شي۔ ده ووئيل پېرس لوظنامې څخه د امريكې انخلاء څخه رېډ پ??س ته زيان رسېدلے ځكه چې د کاربن ډائي آکسائيډ پ?? مجموعي اخراج كښې 30 فيصده د امريکې برخه ده خو اوس د امريكې نوې انتظاميي بيا په پېرس لوظنامه كښې شموليت اختيار كړے ۔ ده ووئيل پاكستا?? يوازنے پرمختګ كون??ے هېواد دے څوك چې پخپلو وسائلو سره نه يوازې ځنګلونه بچ كوي بلكې ځنګلات هم زياتوي۔دهة ووئېل د امريكې نوې منتخب جمهور ريئس په دې كاميابه منصوبه نه يوازې مباركي راكړې بلكې په دې لړ كښې ئ د پاكستان تجربو څخه د استفادې ??ول?? خوښي هم لرلې ده ووئيل د برتانيې وزير او د ملګرو ملتونو مشر هم د لس بېليون ټري سونامي پراجېكټ ستائنه كړې ۔۔