اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د وزیراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي ??و د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د ملګرو ملتون?? په عمومي اسمبلۍ كښې د مذهبي ځايونو د تحفظ قرارداد د پاكستان او سعودي عربستان د هڅو نتيجه ده۔ د او آئي سي هېوادون?? په مرسته كولو مننه كوؤ۔ قرار داد د وزیراعظم عمران خان د اسلامو فوبیا او هندوستان كښې په اقليتونو د روانو ظلمون?? په ضد د هڅو نتيجه ده۔ په عراق كښې د شويو بمي چاؤدن?? په سختو ټ??و كښې غندنه كوؤ۔ د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې د عراق حكومت او اولس سره يؤ۔ اسلامي نړۍ له به د ترهګرۍ ٬ انتها خوښۍ او اسلامو فوبيا په ضد يو موټې او منظم كېدل وي۔ دا خبره هغه د خالي په ورځ جاري كړی شوي يو بيان كښې وك??ه۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل هندوستان كښې چې څنګه د ټولو اقليتونو د مقدس ځايونو سپكاوې كېږي او د بابري جومات په شمول د زرګون?? په شمېر جوماتونه ٬ چرچ او ګوردوارې په نښه كېږي په دې د هندوستان په ضد بايد فوري ??امونه پورته كړې شي۔ هغه ووئيل پاكستان علماﺀ كونسل به مئي كښې پنځم نړيوال پېغام اسلام كنفرنس اسلام آباد كښې كوي كوم كښې به چې د اسلامي نړۍ مهم شخصيات ګډون كوي