اسلام آباد 18 جنوري(اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په ??هال د كرونا وائرس په سبب د پنجاب نه پس په سندھ كښې د زياتو ??سانو د مړه كېدو پېښې رامخې ته شوي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په ??هال 45 كسان مړه شوي چې پكښې 30 په ??ينټيليټرز وو۔ د نېشنل کمانډ اينډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) لخوا د جاري بيان له مخې د تېرو 24 ساعتو په ??هال د 1920 كسانو د كرونا ټېسټ مثبت راغلے او 46 كسان مړه شوي پكښې 39 كسان په روغتون كښې او يو په ??ور قرنطينه كښې پحق رسېدلې٬ د هېواد په څلورو لويو ښارونو كښې په ??ينټيليټرز د كرونا رنځورانو تناسب په ??حاظ سره ملتان 49 فهصد،لاهور كښې 36 فيصد،بهاولپور كښې 55 فيصد او اسلام آباد كښې 31 فيصد رنځوران پراته دي۔ تر اوسه په ګرد هېواد كښې د كرونا رنځ څخه 4 لكه 75 زره 228 كسان صحت مند شوي٬ په بلوچستان,ګلګت بلتستان او آزاد کشمير كښې د كرونا يو رنځور دا مهال په ??ينټيليټرز نشته ا?? په ګرد هېواد كښې كرونا لپاره په ??ختص وينټيليټرز باندې 325 رنځوران پراته دي٬ ګرد هېواد كښې د كرونا د اېكټيو كېسونو شمېره 34 زره 986 ده او ګرد هېواد كښې د كرونا ځپليو كسانو شمېره 5 لكه 34زره 986 ده دغسې د كرونا په سبب د مړو كسانو شمېره لس زر 997 ته رسېدلې ۔ تر اوسه په ګرد هېواد كښې د كرونا وائرس 74 لكه 6 زره 571 ټېسټونه شوي۔ د اېن سي او سي رپورټ له مخې ګرد هېواد كښې د كرونا درملنې لپاره په ??ختص 631 روغتونونو كښې دوه زره 849 رنځوران داخل دي