اسلام آباد 05 جنوری (اے پی پی) وف??قی کابینې د کووډ۔19 ویکسین اخستلو، پریس کونسل آف پاکستان د غړو تعیناتی، كبانو نيولو څانګه كښې د برآمدات معیار ښه كولو له انسپکشن کمېټۍ جوړولو او پاکستان ایکسپو سنټرز پرائیویټ لمیټډ د بورډ آف ډائریکټرز چیئرمېن تعینات كولو منظوری وركړې ده۔ د وف??قی کابینې غونډه د نهې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه۔ وف??قی کابینې په غونډه كښې مچھ بلوچستان پېښه كښې د شهيد شويو خوارې كښو، اسلام آباد كښې د پولیس په ډزو په حق رسيدلې اسامه ستی او پاك پوځ شهيدانو لپاره د بخښنې دعا وكړې شوه۔ د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر فیصل سلطان کابینې ته د کورونا وبا پھ اوسني صورتحال بریفنګ وركړو۔ ک??بینې د پاکستان ایکسپوسینټرز پرائیویټ لمیټډ بورډ آف ډائریکټرز چیئرمېن تعینات كولو منظوری وركړه۔کابینې ټریډ آرګنائزیشنز ایکټ 2013 شق لمبر21 ترمخه په اپیلونو پريكړه وركولو لپاره د يوې خاص كمېټۍ جوړولو منظوري وركړې ده، دا کمېټی به تر هغه وخت مجاز وي تر څو چې اړوند قانون كښې بدلون وكړې شي۔کابینې پرېس کونسل آف پاکستان ممبرز تعینات کولو منظوری وركړه۔ ک??بینې هېواد كښې د كبانو نيولو څانګې څخه برآمدات معیار ښه كولو په خاطر انسپکشن کمېټی جوړولو منظوري هم وركړه،دا کمېټی به هېواد كښې جوړ شوي فش پراسسنګ پلانټس انسپکشن فرائض ترسره كوي،په دې کمېټۍ كښې د سمندري چارو وزارت ، كامرس وزارت او پاکستان فشریز ایکسپورټرز ایسوسی اېشن نمائندګان شامل دي۔کابینې ډاکټر رانا عبدالجبار د چیف ایګزیکټو آفیسر په حېث، آلټرنیټ انرجی ډویلپمنټ بورډ استعفیٰ منظور کړه او نوې سی ای او تعیناتۍ لپاره ئې سلیکشن کمېټی جوړولو منظوري وركړه، تر نوې تعیناتۍ به منیجنګ ډائریکټر پی پی آئی بی د دې ادارې نګرانی کوي۔کابینې د قانوني كيسونو کمېټۍ په 31 دسمبر 2020ء شوي غونډه كښې د پريكړو توثیق هم ??كړ??۔ وف??قی کابینې د قامي روغتيا وف??قی وزارت له د کووډ۔19 ویکسین اخستلو منظوری هم وركړه۔