اسلام آباد 31 دسمبر (اے پی پی) د انفارمېشن ټیکنالوجۍ او ټیلی مواصلات وفاقی وزیر سید امېن ال??ق د زيارت په ورځ د نېشنل ټیلی کیمونیکشن کارپوریشن (این ??ي سي) نېشنل ډیټا ??ین??ر (این ډی سی) لپاره د ډیزاسټر ریکوری س??ټر (ډی آر سی) لاهور ورچول پرانسته كړې۔ نوې سائټ يو بشپړه ډيټا سې??ټر دے كوم چې نه يواځې موجوده ډيټا ??ین??ر كښې د بیك اپ په توګه كار كوي بلکه حکومت له به د کلاؤډ بیسډ خذمات له جدید خصوصیات او د امنيت سره سره ښه صلاحیت هم وركړي۔ د پرانستې دستوره كښې د آئی ټی اینډ ټیلی کام سيكرټري شعیب احمد صدیقی، منیجنګ ډائریکټر این ??ی سی بریګیډئیر (ر) وقار رشید خان ، سی اي او هواوے مارك مینګ، ایم ډی اي بی جی هواوے ګاو ویجی او نورو ګډون وكړو۔په دې موقع وفاقی وزیر سید امېن ال??ق د این ??ي سي مینجمنټ له د سرکاري شماريات حفاظت او شته والې قوي كولو لپاره د ډی آر سی په مهمه پروژه بشپړولو مبارکي وركړه۔ دغسې وفاقی وزیر غیر د كوم سرکاري فنډ نه اولسي څانګه كښې د آئی سی ټی انفراسټرکچر غیر معمولی پرمختګ له د منیجنګ ډائریکټر این ??ی سی د مشرۍ او د انتظامیې ستائنه وكړه