اسلام آباد ، 31 اکتوبر (اے پی پی) د ترکيې ح??ومت په ازمير کښې د زلزلې د لاسه په شوي زيان د يووالي په څرګندونه كولو د د پاکستان مننه کړې ده۔ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپله رسمي ټویټر پاڼه ووئيل چې مونږ د زلزلې د لاسه په شوي زيان د يو والي په څرګندونه كولو د پاكستان مننه كوؤ۔ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې لوئے څښتن دې دا دوه اړخيزه ملګرتيا لا قوي كړي۔ پاكستان كښې د تركيه سفير مصطفی يردكول هم په دې سخت وخت كښې د يو والي په څرګندونه كولو د پاکستان مننه وكړه۔ خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل چې ټول عمري تركيه سر?? په ودرېدو د پاكستان مننه كوؤ۔ دې نه وړاندې پاكستان د سختې زلزلې د لاسه په ازمير ښار كښې د يو شمېر ودانيو ويجاړېدو په خبر راتلو تركيه اولس سر?? د يو والي څرګندونه كړې وه۔ خارجه وزارت خپل بيان كښې وئيلي وو چې د پاكستان حكومت او اولس ازمير ښار او خواوشاه سيمو كښې د زلزلې د لاسه په شوي ځاني زيان د غم او ا??سو?? څرګندونه كړې۔ زمونږ نېکې هیلې او دعاګانې د طبیعي آفت ښكار شويو ځپليو سر?? دي۔ مونږ د ټپيانو زر روغتیا لپاره دعا کوو او دوئي سر?? د يو والي څرګندونه كوؤ