اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ جوهدري وئيلي دي پاك سعودي اړيكې تاؤ ت??ښو??لے نه ??ري ٬ سعودي عرب سره قوي اړيكې لرو٬ پاكستان د حرمين شريفين تحفظ له لوظي دے٬ د اسرائيل تسليمولو په كومه معامله غور نه دے روان٬ د فلسطين په اړھ د پاكستان په موقف كښې كوم بدلون نه دے راغلے٬هند مقبوضه كشمير د نړۍ په لوي زندان بدل كړے۔د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ په مهال وياند ووئيل پاكستان او سعودي عرب خپلو كښې نزدې اړيكې ??ري كومې چې په شريك مذهب ٬ كلتور او سماجي خپلولۍ تړلې شوي۔وياند ووئيل پاكستان د حرمين شريفين تحفظ له لوظي دے۔وياند ووئيل پاكستان د او آئي سي رابطه ډله كښې د سعودي عرب كردار ته د قدر په سترګه ګوري۔وياند په ډاګه كړه چې د فلسطين په اړه د پاكسان په موقف كښې بدلون نه دے راغلے۔ د اسرائيل تسليمولو په كومه معامله غور نه دے روان۔د كشمير په اړھ وياند ووئيل د هندو انته?? خوښو د اړخه د پيغمبر(ص) په شان كښې د ګستاخۍ كولو سخته غندنه كوو۔ ده ووئيل دا د مسلمانانو راپارولو لپاره يو سازش دے۔هند كښې د اقليتونو سره ظلم چا څخه پټ پناه نه دے۔د كشمير په اړه وياند ووئيل هند مقبوضه كشمير د نړۍ په لوي زندان بدل كړے چرته چې د تير يو كال راهسې پوځي محاصره روانه ده۔ وياند د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې د بشري حقونو په خل??ف ورزو د هند محاسبه وكړي۔ ده ووئيل هند په ج??ر او ظلم سره د كشميرانو هلو ځلو ته زيان نشي رسولے۔ د كلبهوشن ياديو كيس په اړھ ده ووئيل د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه كښې څلور نكات شامل وؤ ۔ كلبهوشن له قونصلر رسنه وركول هم په دغې كښې شامل وه