اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان چې د كومې نوې نقشې اجراء كړې ده ھغه د قام د جذباتو عكاسي كوي،ټول حكومتي او د مخالفې ډلې ??شران د كشمير په مس??له يو موټے دي۔ د شورو په ور?? د استحصال ور??ې په موقع د لاريون په اخر كښې خارجه وزير ميډيا ته ووئيل د پاكستان نوې سياسي نقشه واضحه كوي چې كشمير يو د هواري وړ مس??له ده او په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل يو شمېر قراردادونه هم شته كومو څخه چې كه هند غواړي هم تېښته نشي كولے۔ده ووئېل نن تاسو وكتل چې ټول حكومتي او د مخالفې ډلې ??يادت د كشمير په مس??له يو موټے دي، هند ته نن وړومبے پېغام دا وركول غواړم كه ستاسو د جبر او ظلمونو څخه د كشميريانو حوصلې ??مې شوې وي نو نن به هند كرفيو نه لګوله ۔ ده ووئيل كه هند دا اقدامات د كشميريانو بهترۍ لپاره كړې وې نو نن به د اګست په 5مه نيټه وړومبۍ سالګره وه او هلته به د جشن منظر ؤ ، شېرينې به وېشلې ??ېده، د پنځم اګست ور?? به د سنګينونو په سېوري كښې نه لمانځلې ??ېده۔ده ووئېل د هند د پنځم اګست اقدامات ټول قام مس??رد كړي ، هند په سياسي ٬ اخلاقي توګه او په امنيتي اعتبار سره پاتې راغے ۔ خارجه وزير ووئيل د هند د كركې پاليسو په سوب د هند دننه نه هم غږونه راخېژي او وائي چې پخپلو پاليسو نظر ثاني وكړې ۔ده ووئېل ھغوي كشميريان د ځان نه لا لرې كوي او آخري پېغام زما هندي وزيراعظم لپاره دا دے كه چرې ته پخپلو پاليسو باور لرې نو د پاكستان د خارجه وزير په توګه زه تا ته بلنه دركوم چې راشه او په مظفر آباد كښې كشميريا??و ته مخاطب شه نو معلومه به شي چې ستاسو څنګه هركلے كېږي او كه ته حوصله لرې او پخپلو پاليسو اعتبار لرې نو سرينګر ته تللو لپاره وزيراعظم عمران خان له بلنه وركره نو به ګورۍ چې هلته د دوي څنګه هركلے كېږي۔ده ووئېل د کشميريانو رېفرنډم به هم نن وشي ۔ده د هند وزيراعظم ته ووئېل كه همت لرې نو زما چيلنچ قبول كړه او كه همت نه لرې نو بيا پخپله پرېكړه نظرثاني وكړه