اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی) احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ترمخه د مالی معاونت وركولو عمل د يوې مياشتې راهسې په ټول هيواد كښې روان دے۔ تر اوسه كیټګری1 او 2 كښې 73 لكهه مستحقینو له 89 اربه امدادی روپۍ وركړې شوي۔ د جمعې په ورځ كیټیګری 3 صارفینو له د امدادی روپو وركولو عمل پيل شو۔ د كیټیګری 3 مستحقینو انتخاب د ضلعی انتظامیې په مرسته شوے۔ د وزیر اعظم د سماجی تحفظ او غريبۍ ختمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر د يو عام صارف په جامه بك??ې د نور پور شاهاں ، بری امام اسلام آباد ك??ې د احساس ایمرجنسی كیش وركولو مركز ??ورہ كړې۔ د دې دورې مقصد احساس ایمرجنسی كیش وركولو مركز كښې صارفینو له آسانۍ او د انتظامات جاج اخستل وؤ۔ ډاكټرثانیه په برقعه ك??ې د عام صارف په شان مركز ??ه ورسيده او هلته د موجودو ميرمنو سره كيښناسته۔ دې د روپو وركولو ټول عمل او هلته د شته عملې د صارفینو سره د رويې ئې پخپله جاج واخس?? او هلته ئې 12,000 روپو امداد تر لاسه كولو لپاره راغليو مستحقینو سره خبرې وكړې۔ میډیا سره په خپلو خبرو ك??ې دې ووئيل د دې ډول سر پرائز وزټ مقصد د احساس ایمر جنسی كیش مالی مرستې د ټول عمل نګرا نی، سسټم كښې سپيځلتيا او میرټ ب??ور?? كول ۔زه باور لرم چې دا ډول وزټ به د پالیسۍ جوړولو عمل له مرستياله وګرځي۔ دې ووئېل 144 اربه روپو په لګښت احساس ایمرجنسی كیش پروګرام د وزیر اعظم عمران خان په خاص سپارښتنه پيل شوے چې ترمخه به ئې كورونا لاك ډاوَن له امله ځپلې شوې متوسط طبقې ، خواري كښې او غریبې طبقې له امداد د 9 اپریل 2020 څخه وركولې شي