اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) حکومت د ضرورت د څيزونو نه علاوه د تعميرات سره د اړوند كاروبار او دكانونو پرانستلو له د اجازې وركولو پرېكړه كړې ده ، ماښام پنځه بجې به دكانونه بندول وي، خاص او پي ډيز به هم پرانستلې شي، تعليمي ادارې به هغسې بندې وي۔. د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي رابطه كمېټۍ غونډې نه پس ??يډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزير اسد عمر و??ئيل په غونډه كښئ په شپږو څيزونو سلا راغلې ، د پشمني نه پس د ماښام تر پنځو بجو د دكانونو پرانستلو پرېكړه شوې ، د شپې د دكانونو د بندو ساتلو پرېكړه شوې او خاص او پي ډيز به هم پرانستلې شي خو تعليمي ادارې به هغسې بندې وي ۔ وفاقې وزير اسد عمر و??ئيل تر اوسه چې څومره پرېكړې شوي د صوبو په مشاورت سره شوي ٬ دا د وزيراعظم پرېكړه وه چې يو قدم هم د صوبو د مشاورت نه غېر وانخلۍ۔ده ووئېل كه وزيراعظم غوښتل نو په آئيني اختيار كارولو ئې پرېكړې مسلط كولې هم شوې?? ده ووئيل بيا بيا دا وئيلي كېږي چې معيشت زيات ضروري دے يا انساني ژوند ۔ اسد عمر و??ئيل نن د قامي رابطه كمېټۍ غونډه كښې بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړې شول او د شپږو پرېكړې وشوې?? ده ووئيل د ماركيټونو د پرانستلو پرېكړه شوې ۔ اسد عمر و??ئيل د پشمني نه پس ??م د دكانونو پرانستلو د اجازې وركولو پرېكړه شوې ۔ وفاقي وزير و??ئيل ??ړو ماركيټونو ٬ كوڅو او كليوالو سيمو كښې دكانونه چرته چې زياته ګڼه نه وي ھغوي ته د دكانونو پرانستلو اجازه وركړې شوې ۔ اسد عمر و??ئيل د خوراك او داروګانو نه علاوه په اوونۍ كښې دوه ورځې د ??ړو ماركيټونو او دكانونو د بندو ساتلو پرېكړه شوې ده۔