اسلام آباد ۔ 26 فروری (اے پی پی) بالاكوټ بريد نه وروستو د هند دوه الوتكې غورځولو او د پائيلوټ نيولو يو كال په بشپړ كېدو د “ناقابل تسخیر عزم” په سرخط دستاويزي فلم جاري كړې شوې دې۔ پاكستان ددې لوظ پخلې كړې دې چې د پاكستان وسله وال ځواكونه به پېشه ور صلاحيت او نوې ټېكنالوجۍ سره پېوست وسائل كارولو سره هېواد مضبوط جوړولو له خپل كردار ترسره كوي۔ پاكستان د دستاويزي فلم د لارې حقائق نړۍ ته وړاندې كولو سره هندي دروغو او پراپېګنډې ته ماتې وركړې ده۔ د فرورۍ په 27 مه نېټه د پاك هوائي ځواك ځوابي كارروائي زمونږ لپاره وياړ دے۔ قوم به دا ورځ فخر سره ??ما??ځي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لخوا د تيار كړې شو?? دي د “ناقابل تسخیر عزم” په سرخط د دستاويزي فلم اجراﺀ په موقعه د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ميډيا سره خبرو كښې و??ئيل امن كښې خوښي لرل د پاكستان د قومي بيانيې برخه ده۔ د هندي پائيلوټ خوشې كول په امن كښې د خوښۍ څرګن??ون?? وه۔ دې و??ئيل هندتوا سوچ د مس??ما??انو د نسل كشۍ سبب جوړېږي۔ د دھلي په سړكونو د مس??ما??انو مړي د مودي د كركې وړ بيانيې نتيجه ده۔ اولس مشر ټرمپ د هند په خاوره ودرېدو سره د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كردار وستائلو۔ دې و??ئيل د ټرمپ بيان د مودي د كركې او تعصب بيانيې ته ماتې وركړې۔ په دې مهال د “ناقابل تسخیر عزم” په سرخط جوړ كړې شوې دستاويزي فلم وښودلې شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تېر كال په 27 فرورۍ پاك هوائي ځواك د پاكستاني ح??ون?? خلاف ورزي كوونكې د هندي هوائي ځواك دوه جنګي الوتكې رانسكورې كړې وې۔ د آئی اېس پی آر بيان كښې وئيلې شوې و?? چې پاک هوائي ځواك په لائن آف كنټرول (اېل او سی) د هندي فضائيې بريد ناكامه كړې و?? او هندي الوتكه ئې رانسكوره كړې و??۔ د هند مګ 21 الوتكه آزاد كشمير كښې تباه كېدو څخه وروستو ددې پائيلوټ ونګ كمانډر ابھي نندن نيولې شوې و??۔ بله ورځ وزيراعظم عمران خان د پارليمنټ شريكې غونډې په مهال اعلان كړې و?? چې مونږ امن لپاره هندي پائيلوټ خوشې كوو۔ د تېر كال په اولني مارچ ابھي نندن په واګه پوله هندي چارواكو ته وسپارلې شو