اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خ??ص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د نېب ترميمي آرډيننس له مخې به ديانتدار پب??ك آفس هولډرز د كوې يرې او خ??ر نه بغېر د اولس په ګټه كښې پرېكړې وكړې شي او خپلې قانوني ذمه وارې به پوره كړې شي، دې سره به ګورننس لا فعاله، معيشت مستحكم ا و تجارتي ماحول سازګار شي. د ات??ار په ورځ په ټويټر په خپل بيان كښې د وزيراعظم مرستيالې ووئيل چې د داسې سركاري ملازمينو په ضد به ضرور كارروائي كېږي كومو چې د طريقه كار د غلطيو يا د محكمانه نقائصو څخه ذاتي ګټې ترلاسه كړې وي. هغې ووئيل چې د اختياراتو ناجائز استعمال كولو سره په اثاثو كښې بې پناه اضافه كوونكي پب??ك آفس هولډرز د كارروائې نه مبرا نه دي. هغې ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د كرپشن په ضد جهاد پوره قوت سره روان دے. د نېب كار د كرپشن د لوي سكېنډلز په ضد كارروائي كول دي او دا كار به نېب نور قوت سره هم ترسره كوي. هغې ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان بدتره سياسي مخالفين هم په ده د كرپشن په تور لګولو كښې پاتې راغلي او پاتې به راځي.