اسلام آباد 27 ستمبر (اے ??ي پي) وزيراعظم عمران خان ?? ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې ته د وېنا ??ه مهال په څلورو سر خطونو خبرې كړې دي۔ د جمعې په ورځ غونډې ته د وېنا ??ه مهال وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاكس??ان نمائندګي كول زما لپاره د اعزاز خبره ده ٬ زه په څلورو مهمو نكاتو خبرې كول غواړم۔ د موسمياتي بدلون ??ه مسئله خبرې كولو سره وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكس??ان د موسمياتي بدلون څخه په ځپلې شوو لسو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون څخه پاكس??ان كښې واورې ورېږي٬ پاكس??ان يو زرعي هېواد دے كه د ماحولياتي بدلون په لړ كښې څه اونه كړې شول نو هېواد به سختو خطرو سره مخ شي۔ د كرپشن او مني لانډرنګ په اړه وزيراعظم عمران خان ووئيل بې وسه هېوادونه اشرافيه طبقې لوټ كوي٬ هر كال د اربونو ډالره پرمختللېو هېوادونو ته منتقل كېږي٬ شتمند كسان اربونه ډالره په غېر قانوني توګه د اروپاﺀ هېوادونو ته منتقل كوي۔ د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د وېنا ??ه مهال په درېمه نكته اسلامو فوبيا خبره كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د نائن الېون نه پس اسلامو فوبیا تر خطر ناك حده پېل شوې ٬ د اسلاموفوبیا له امله ځېني هېوادونو كښې مسلمانانو مېرمنو له حجاب كول ګران شوي ، ځېنې لويديزو لارښودو اسلام ترهګرۍ سره تړلې چې ورسره اسلامو فوبيا پېدا شوې۔ وزیر اعظم عمران خان خپلې وېنا كښې په څلورمه نكته كښې ??ه مقبوضه جمو و کشمیر كښې ظلمونه او د هند ناوړه څېره بې نقابه كړې۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو ته د راتګ مهم مقصد د مقبوضه کشمیر صورتحال په ډاګه كول دي چې هلته څه كېږي؟ ده ووئيل د كال 2001 نه پس پاكس??ان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شامل شوے او ??ا د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكس??ان د شاملېدو مخالفت كړے ٶ