اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د موسميات?? بدلون صلاحكار ملك امين اسلم وئيلي دي حكومت به ډېر كلين ګرين انډې??س پېل كړي كوم به چې د پاكستان د ښارونو درجه بندي كوي۔ په اولني پړاؤ كښې به صوبه خېبر پختونخوا او پنجاب څخه 20 ښارونه د دې درجه بندۍ برخه جوړولې شي۔ په بل پړاؤ كښې به د دې دائره د پاكستان نورو ښارونو ته خپرولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د یونیسیف يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ د یونیسیف پلاوي د تاجدین آئلوالے په مشرۍ كښې د موسميات?? بدلون صلاحكار دفتر دوره وكړه او ده سره ئې د كلين ګرين انډې??س په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ پاكستان لپاره د یونیسیف استازي د كلين ګرين انډې??س په لړ كښې د حكومتي منصوبه بندۍ ستائنه كولو سره ووئيل موسمی??تی بدلون او صفائي په يوه درجه كښې ضم كولو له د پاكستان حكومت ګام د تقليد وړ دے۔ دا خبره د يادونې ده د موسميات?? بدلون وزارت كلين ګرين انډېكس د ملګرو ملتونو ادارې يونيسيف او واټر اېډ په مرسته پېل كوي۔ په دې لړ كښې د موسميات?? بدلون او همكارو ادارو ترمينځھ يو شمېر ملاقاتونه شوي۔ د یونیسیف پلاوي د ښارونو درجه بندۍ پروګرام سره سره د کلین ګرین پاکستان موومنټ هم ستائنه وكړه او د خپلې ادارې لخوا ئې د مرستې باور وركړو