اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د پارلمان دواړو ??يوانونو شريكې غونډې ته نن د جمعې په ورځ ماښام 5 بجې خطاب كوي۔ په دې لړ كښې د قومي اسمبلۍ سېك??ټر??ټ ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل ??رك??لو سره ټولو مېلمنو ته بلنې استولې دي۔ د قومی اسمبلۍ سېك??ټر??ټ وياند ترمخه د پارلمان دواړو ??يوانونو ته به اولس مشر خطاب د جمعې په ورځ ماښام 5 بجې كوي چې ورسره به د موجوده قومي اسمبلۍ دوهم پارلماني كال پېل شي۔ د قومی اسمبلۍ سېک??ټر??ټ د آئيني ادارو مشرانو ، د درې واړو وسله والو ځواكونو او سفارتكارو په شمول مهمو شخصياتو ته بلنې استولې شوې دي۔ د امنيتي انتظاماتو په لړ كښې ټولو پارلماني غړو ??و وفاقي وزيرانو ته هدايت شوې دې چې ځان سره مېلمانه نه راولي او نه به د كوم پارلماني غړي يا وفاقي وزير ګارډز ته د پارلېمنټ حد ته د ننوتلو اجازه وي۔ د ټولو پارلماني غړو ??و د مېلمنو د ګاډو به سخت چېكنګ كولې شي۔ پارلمان كښې ټولو مېلمنو ٬ پارلماني غړو ??و په ډيوټۍ موجوده عملې لپاره خاص پاركنګ جوړ كړې شوې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د آئيني آرټيكل 54 ترمخه د هر يو پارلماني كال پېل د اولس مش?? شريكې غونډې ته خطاب څخه كېږي، اولس مشر د سېنېټ او قومي اسمبلۍ ټول پارلماني كال لپاره د خپل خطاب د لارې لارښودنه كوي