اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) پاکس??ان وئيلي دي چې د هند د دفاع وزير راج ناتھ د اتومي وسلو په استعمال ??ښې د وړومبې كېدو پحقله بيان ډېر مايوس كن دے٬ د اتومي وسلو وړومبې استعمال د نه كولو د دروغو ادعا په ډاګه شوې ده٬ دې سره د هند د غېر ذمه وارانه او جارحانه رويې عكاسي كېږي۔ د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل د خالي په ورځ د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل چې د هند د دفاع وزير بيان سره د اتومي وسلو په استعمال ??ښې د نه وړومبې كېدو په اړه د هند د دروغو ادعا په ډاګه شوې كومې ته چې ??له هم مونږ اهميت نه دې وركړې۔ ده ووئيل د اتومي وسلو په استعمال ??ښې د نه وړومبې كېدو په اړه هندي لوظ د اعتبار جوګه نه دې كوم چې ??ه څرګنده نشي تسليم كېدې او په خاص توګه جنګي جنون او د پوځ په نقل و حركت كښې اضافه د دې ډول ادعاګانو نفي كوي۔ وياند ووئيل پاكس??ان سوئيلي آسيا كښې د اتومي اثاثو تحفظ لپاره كمان او د كنټرول كوټلې اقدامات تجويز كړي دي او په دې لړ كښې ئې د هر ډول مخاصمانه اقدام څخه ډډه كړې ده٬ پاکس??ان به خپل تحفظ لپاره لږ نه لږ اتومي صلاحيت تل په ځائ ساتي