مهمند 15 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي خېبر پ??تونخوا كښې د ضم كيدو نه پس به قبائلی سيمو كښې هم پرمختګ او سوكالي راشي، د سېلګرۍ او روزګار موقعې به راپيدا شي٬ د قبائلي سيمو پرمختګ ته به خاص پام لرنه كولې شي۔ د جمعې په ورځ غلنئۍ كښې قبائلی مشرانو ته خپل خطاب کښې وزیراعظم عمران خان ووئيل ما سوچ كړې ؤ چې دا سيمې به كله او څنګه پرمختګ وكړي ، نن وخت راغلې چې قبائلی سيمو كښې پرمختګ پيل شي، د ضم كولو نه پس به د پرمختګ په اړه قبائلی سيمې وړاندې لاړې شي، دلته به تعلیم او پرمختګ راشي، قبائلی سيمې په خېبر پ??تونخوا كښې د ضم کولو لوئ ګام پورته كړې كېږي، دې سره به د ځوانانو ژوند بدل شي ، دلته به سوكالي راشي۔ ده ??وئيل دې عمل سره به د سيمې روایات نه بدلېږي ، ما ته معلومه ده چې د دې ځائې وګړي په اسلام قوي ايمان لري ، مونږ به د دې ځائې روايات په ځائې ساتو او دلته به موقعې وركولې شي دغسې چی ځوانانو ته روزګار ترلاسه شي ، ده ??وئېل ??علیم چې عام شي نو د پرمختګ مزل به پېل ??ي او دلته به سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔ ده ??وئيل خېبر پ??تونخوا كښې د سېلګرۍ په وجه په 5 كلونو كښې غريبي كمه شوې۔ ده ??وئيل مونږ به دا ترسره كوو چې څنګه دلته فنډز خرڅ كول دي او كومې پروژې دلته پيل كړو۔ ده ??وئيل د مومند بند لويه پروژه به پيل كولې شي چې ورسره به سيمې ته ګټه ورسي۔ وزیراعظم قبائلی مشرانو ته ووئيل ستاسو پھ مشاورت به سيمې پرمختګ كوي۔ ده ??بائلی سيمو كښې هم د صحت انصاف کارډز جاري كولو اعلان كولو سره ووئيل صحت کارډز يو لوئ نعمت دے ٬ عامو وګړو او غریبانو له د 7 لک?? 20 ??ره روپو كارډ به وركولې شي چې د لارې به ئې هغوي په كوم روغتون كښې خپله درملنه كولې شي۔۔ ده ??وئيل قبائلی سيمو كښې د جنګ پھ وجه وګړي د ستونزو سره مخ شوې ، اوس وخت راغلې چې د هغوي ستونزې كمي شي۔