اسلام آباد 12 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی وئيلي دي اسلامی ??وځي اتحاد د ترهه ګرۍ په ضد يو غوره پلیټ فارم دے ، دا اتحاد د ك??م خاص ریاست یا قام په ضد نه بلكه د ترهه ګرۍ په ضد د روانو هلو ځلو لا منظم كولو لپاره جوړ كړې شوې، پاکستان د منطقې پرمختګ او سوكالۍ له د مسائلو امناك هوارې غواړي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د نهې په ورځ د ترهه ګر٬ په ضد د اسلامی ??وځي اتحاد کمانډر ??ن چیف جنرال (ر) راحیل شریف سره پارلمان كښې د ملاقات پھ مهال وكړه۔ د ملاقات په مهال پھ مهمو نړيوالو چارو خبرې وشوي ٬ په دې موقع د سېنېت غړي او د اسلامی ??وځي اتحاد پلاوې غړي هم موجود وؤ۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل اسلامی ??وځي اتحاد د ترهه ګرۍ په ضد يو غوره پلیټ فارم دے، پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد لوئ زيان پورته كړې خو د پاك پوځ ، اولس او نورو ادارو پھ ګډه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې کامیابی ترلاسه ك??ې۔ ده ووئيل پاکست??ن چرې هم نه غواړي چې كوم هم هېواد دې ډول صورتحال سره مخ شي، دا اتحاد د ك??م خاص ریاست یا قام په ضد نه بلکه د ترهه ګرۍ په ضد د روانو هلو ځلو لا منظم كولو له جژر كړې شوې۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد اسلامی ??وځي اتحاد څخه د مسلمانانو هېوادونو نه علاوه نور هېوادونه هم ګټه پورته كولې شي۔ د دې اتحاد جوړيدو سره په نړۍ كښې د ترهه ګرۍ مختمولو له مرسته ترلاسه شوې ، ده ووئېل دا زمونږ لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې د دې پوځي اتحاد مشري د پاکستان ریټائرډ جنرال راحیل شریف کوي۔ ده ووئيل پاکستان د سيمې پرمختګ او سوكالۍ له د مسئلو امناكه حل غواړي۔د ملاقات په مهال جنرال (ر) راحیل شریف ووئيل اسلامی ??وځي اتحاد جوړيدو سره د ترهه ګرۍ په ضد نړيوالو هڅو ته وده ترلاسه شوې ، پاکستان عمر له د ترهه ګرۍ په ضد فعال کردار ترسره ك??ې۔ ده ووئيل اسلامی ??وځي اتحاد به نه يواځې د سيمې بلکه ټوله نړۍ كښې د ترهه ګرۍ ختمولو او امن راوستو له هڅې كوي