اسلام آباد31 جنوری(اے پی پی)د رېلوے وفاقي ??زي?? شېخ رشيد احمد وئېلي دي ??زي??اعظم زه د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غړې غوره كړې يم ٬د پاكستان سينئر پارليمنټيرن يم٬په پي اے سي كښې به خپل كردار په ښه ډول ترسره كوم٬ 20 نوي ټرينونه چلولې شوي او سږ كال به نور 20 ټرينونه چلولې شي٬په اسلام آباد كښې رېلوے كمپلينټ سېل جوړ كړی شوې ٬ دوه وي آئي پي ټرينونه ب?? ډېر زر وچلولې شي٬عمران خان غلا او لوټ كوونكي څرګند كړي٬ د اېم اېل ون او ناله لئي پروژو بشپړول زما د ژوند په مهمو مقاصدو كښې شامل دي۔ده دا خبرې د زيارت په ور?? د ??سلام آباد په نېشنل پرېس كلب كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ به دوه كمېټۍ جوړیږي يوه به د شهباز شريف او بله به د شېخ رشيد احمد وي۔ده ووئيل په 23 كيسونو كښې نامزد تورن شهباز شريف څنګه د بېلا بېلو ادارو آډټ كولې شي۔ د هغه ټاكنه به په عدالت كښې چېلنج كوم۔ده ووئيل نواز او زرداري كورنۍ په ډيل كښې د ناكامۍ نه پس د ډهيل پلو روان دي۔ده ووئيل ??زي??اعظم عمران خان د ګاونډي هېوادونو نه مرسته اخستو سره د آئي اېم اېف فشار كموي۔ده ووئيل د كابينې غونډه مې په نيمه كښې پريښې او خبري كنفرنس ته راغلې يم۔ ده ووئېل ??زي??اعظم خبري كنفرنس لپاره د 40 دقيقو رخصتي راكړې٬د پاكستان د ټولو نه سينئر سياستدان يم٬??زي??اعظم د رياض فتيانه په ځاې زه د پي اے سي غړې نامزد كړې يم۔ده ووئيل ??زي??اعظم د رېلوے وزارت ذمه واري راكولو سره په ما د باور څرګندونه كړې۔ده ووئيل د ټريكس حالت ښه كولو نه پس به د رېل ګاډو كم نه كم سپيډ د 160 نه تر 220 وي۔تر ايكسپرېس به په لسمه او دولسمه فرورۍ پېل شي٬د دوه وي آئي پي ګاډو جناح او سرسيد پرانسته ب?? ډېر زر وكړې شي۔دواړه ګاډي به نان سټاف وي او د پرانستې د حتمي نېټې اعلان به د ??زي??اعظم نه د وخت اخستو نه بس وكړم۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل په پي اے سي كښې چا سره جګړې لپاره نيم روان٬ځينې خلق زما د تجربې نه يره لري خو زه انتها پسند سياستدان نه يم٬ ده ووئېل په پي اے سي كښې به په مهمو چارو خپلې ذمه وارۍ به ترسره كوم