اسلام آباد 29 جنوري(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي حكومت د معيشت اصلاح ٬ ښه والي او د بشري وسائلو څخه استفادې كولو له د ټېكنالوجي پلو منتقل كې??و ته پام لرنه كوي۔ده دا خبره د نهې په ورځ د ټېكنالوج?? وړعلمي معيشت په اړه د ټاسك فورس مش??ۍ كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬د منصوبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬پروفيسر ډاكټر عطاﺀ الرحمان٬ډاكټر طارق بنوري٬يوسف حسېن٬د ايګنائيټ چيئرمېن٬كاروباري استازو٬صنعت كارانو او د اړوندو وزارتونو وفاقي سېكترانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ته د ټېكنالوج?? وړ معيشت ودې٬لوړو زده كړو لپاره د زيات بجټ بېلولو٬د تكنيكي پوهې اضافې٬د بشري وسيلو پرمختګ٬ډيجيټلائزېشن او د مصنوعي ذهانت٬د ودې طريقو او د حكمت عملۍ په اړه بريفنګ وركړې شو۔په دې موقع ډاكټر عطاﺀ الرحمان د ټېكنالوج?? وړ معيشت پلو د شوې پرمختګ په اړه بريفنګ وركړو