اسلام آباد 16 جن??ري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د ??تل??م بدلون نه پس زرعي څانګه صوبو ته سپارلې شوې٬اوس انساني اخلاقي او په سياسي توګه دا زمونږ ذمه واري ده چې حكومت په دې لړ كښې لاره راوباسي او په ګډه د مسئلې حل غواړ??۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته محسن شاهنواز رانجها ووئيل د ??تل??م بدلون ترمخه د كركيلې څانګه صوبو ته سپارلې شوي خو هارټيكلچر د وفاق لاندې راځي۔ده ووئيل د كينو٬آلو او نور برآمدي فصلونو په اړه كارټلائزېشن كېږي٬د كومې چې عامو كروندګرو ته ګټه نه رسي٬كركيله د معيشت د ملا د تير حېثيت لري٬كله چې ډالر په 121 روپۍ ؤ نو يو من كينو په 800 روپۍ ؤ ٬اوس ډالر 140 ته رسېدلې خو د كينو بيعه هم هغه ده۔نواب يوسف تالپور ووئيل وفاقي حكومت دې د پاسكو د لارې د آلو فصل د كروندګرو څخه په مناسبه بيعه واخلي٬د ??تل??م بدلون د لارې زرعي څانګه صوبو ته سپارلې شوې۔ ده ووئېل د فوډ سېكورټي په نامه وفاق د كركيلې څانګه بيا پخپل تصرف كښې اخستل غواړ??۔د دې په ځواب خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د نن په ګلوبل وېلج كښې په نړيواله كچه په بيعو اثرات په ځايې كچه هم مرتب كېږي٬كه پھ هند كښې بيعه كمېږي يا رسد او طلب څخه زيات وي نو د ميوو او سبزيانو بيعې ??مېږي٬په داسې صورتحال كښې به كروندګر هم خفه وي۔ده ووئيل تېرو حكومتونو چې د آئي اېم اېف سره كومې لوظ نامې كړي په هغې كښې پھ زرعي مداخل ټېكس ش??مل كړی شوې او په زرعي مداخل هم جي اېس ټي لګولې شوې وه۔دې لپاره دې د پوائنټ سكورنګ څخه ډډه وكړې شي۔ده ووئيل يو پلو د ??تل??م بدلون خبره كېږي نو مونږ هم د دې احترام كوو خو په دې كښې ذمه وار دې په ګوته كړې شي او زراعت اوس يوه صوبائي معامله ده خو اوس انساني اخلاقي او په سياسي توګه دا زمونږ ذمه واري ده چې حكومت لاره راوباسي او