اسلام آباد 30دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان به د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان په بلنه په 3 او 4 جنورۍ د ترکیې دوره كوي۔ د خارجه دفتر د اړخه د اتوار په ورځ جاری شوې بيان له ??خ?? دا د وزیراعظم عمران خان د ترکیې وړومبۍ دوره ده۔ خارجه وزیر شاہ محمود قریشی، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزیر مخدوم خسرو بختیار، د وزیراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد به هم د وزيراعظم سره ملګرې وي۔د دورې په مهال به وزیراعظم د ترکیې اولس مشر رجب طیب اردوان سره ملاقات کوي۔ د ملاقات په مهال به د دواړه هېوادونو ترمينځه د مجموعی اړيكو جاج اخستلې شي۔ دې نه ځانله د سيمه ايز او نړيوال صورتحال په اړه په چارو به هم غور كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان به ترکیه كښې بزنس فورم ته د خطاب نه علاوہ د ترکيې سوداګرو او سرمایه کارو سره په انقرہ كښې ملاقات کوي۔ بیان له ??خې پاکستان او ترکیه خپلو كښې تاریخی اړيكې لري۔ پاکستان او ترکیه خپلو كښې سیاسی، اقتصادی، دفاعی، كلتوري او د اولسي رابطو د لارې قو?? اړيكې لري او وخت سره سره دا اړيكې لا قو?? كېږي۔ د وزیراعظم د ترکیې دورې سره به د دواړه هېوادونو ?? حکومتونو او اولس ترمينځه د ورورولۍ اړيكې لا قو?? شي۔ دې نه ځانله د دې دورې په نتيجه كښې به په خاص توګه اقتصادی، تجارتی او سرمایه کارۍ په څانګو كښې نوې لارې پرانستلې شي او مرسته به هم زياته شي۔