پېښور 23 دسمبر (اے پی پی) وفاقی وزیر شيخ رشيد ا??مد وئيلي دي چې کرپشن به ختمولې شي، خلكو عمران خان له ووټ دې لپاره وركړې ؤ چې كرپټ كسان په زندان ته ورسوي۔د دې خيالاتو څرګڼدونه ده د ا??وار پھ ورځ پېښور كښې د تند رفتاره ټرین رحمان بابا ایکسپریس پرانستې دستورې ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ په دې موقع د ا??لاعاتو صوبائی وزیر شوکت یوسفزئی، د ري??وے چیئرمېن راجه سکندر سلطان، جنرل منیجرآفتاب اکبر او د پېښور ډی اېس وقاراحمد هم موجود ؤ۔ د ري??وے وزير ووئيل كه د بدعنوانۍ ناسور ختم نه كړې شو نو هېواد ته به لوئ زيان ورسي۔ده ووئيل عمران خان هغه يواځنې لارښود دې څوك چې غله زندان ته رسولې شي۔ شیخ رشید ووئيل د ری??وے زمكې د چا ذاتی جاګیر نه دې ، چرته چې په هغې قبضه شوې ده هغه به آزادولې شي۔ ده د ری??وے چارواكو ته پېښور كښې د ري??وے زمكو آزادولو سپرښتنه وكړه ۔ ده ووئيل تجاوزاتو مخنيوي كمپائن په مهال دې غريب اولس بې ځائه تنګ نه كړې شي او د مالدارو سره دې هيڅ ډول رعایت ونه كړې شي، ده ووئيل اوس كه ټرين چليږي نو د پاکستان معیشت به هم ښه كېږي۔ده ووئيل په ری??وے كښې د پنشن په لړ كښې 35 اربه ، د تنخاګانو په لړ كښې 30 اربه ، د لون په لړ كښې 25 اربه روپۍ بوجھ دې خو بيا هم مونږ به د ری??وے څخه ګټه ترلاسه كولو په ځائې غریب او د مينځنۍ طبقې لپاره اقدامات كوو۔ شیخ رشید ا??مد ووئيل په راتلوكو ورځو كښې به دوه نان سټاپ ټرینونه چلولې شي، مونږ سره تر 15 دسمبر تر کراچۍ لپاره کوم ټکټ نشته خو د اولس اسانيو لپاره به د 01 جنوری څخه يوې مياشتې له خاص ونټر ټرین چلولې شي۔ د ري??وے وزير ووئيل د رحمان بابا ټرین پرانسته د وزیراعظم عمران خان د اړخه د خېبرپښتونخوا اولس له ډالۍ ده۔ د ری??وے خوارې كښو په مرسته په 100 ورځو كښې به 20 ټرینونه چلولې شي۔ ده ووئيل د جهانګیرہ او نوښار ری??وے سټیشنې به اپ ??ريډ كولې شي ا?? ډير زر به د سفاری ټرین پرانسته هم وكړې شي۔ ده ووئيل په 10 ډبو مشتمل رحمان بابا ایکسپریس ټرین د 880 مسافرو ګنجائش لري ا?? سړي سر كرايه به 1350روپۍ وي ، دا ټرين به د 36 ساعتونو په ځائې په 26 ساعتونو كښې كراچۍ ته رسي