چترال 13 دسمبر (اے پي پي) د چترال په ښكلې دره كېلاش كښې د كېلاش قبيلې كلن مذهبي تهوار چهومس په ښه ډول روان دے٬ په تهوار كښې ښځې او سړي مذهبي سندرې وئيلو سره د روايتي رقص د لارې د خوشحالې څرګندونه كوي۔ په كېلاش كښې واوره هم ور??دل?? خو سره د سخت ساړه د كېلاش د خلقو په جذبو د موسم كوم آغېز نه دې شوے۔ د كېلاش ځوانان د طبلې په ځائ جېري كېن غږولو سره خپل شوق پوره كوي۔ د تهوار په موقع ځينې د زيات عمر ښځې د شپې په وخت اور بلولو سره په غاړه ودرېږي ٬ مذهبي سندرې وائي او دعاګانې كوي۔ يوې كېلاشې مېرمنې زمونږ نمائنده ته ??وئيل چې هغه ب?? درې ورځې پس خاص ځايونو ته ځي٬ هلته د سړو او ښځو خپل خپل ځايونه وي او دوي هلته درې ورځې پاتې كېږي۔ شبېر احمد خان څوك چې د كېلاش قبيلې مذهبي قاضي دے٬ وائي چې د كېلاش خلق چهومس تهوار زياتره د شپې په و??ت لمانځي خو مونږ د شپې په وخت خپلو عبادت ځايونو ته ??ه تللو كښې د سختو لارو نه تېرېدو سره سخت تكليف سره مخ كېږو ځكه چې دلته رڼا نه وي۔ ده ووئيل چې حكومت اعلان هم كړے و چې دوي لپاره ب?? د رڼا بن??وبست وكړي خو تر اوسه دا بن??وبست ونه شو۔ ده غوښتنه وكړه چې دوي لپاره دې د رڼا بن??وبست وكړے شي٬ لارې كوڅې دې پخې كړې دي۔ د يادونې وړ ده چې د چهومس تهوار به د روانې مياشتې تر 22مه نېټه روان وي