اسلام آباد 26 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاكستان حكومت او اولس تيونس سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ دواړه هېوادونه يو بل سره په مضبوطو خپلولو ٬ تاريخي٬ كلتوري او مذهبي اړيكو تړلي دي۔ پاكستان تيونس سره اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان كښې ?? تيونس سفير عادل العربي سره ملاقات كښې ??برو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د افريقا سره خپلو اړيكو ته ترجيح وركوي او تيونس يو مهم هېواد ګڼي۔ كوم چې پاكستان سره په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ د تیونس سفير عادل العربی ووئيل تيونس افريقا لپاره د سترې دروازې كردار ترسره كوي او د دواړو هېوادونو د او??س ګټې له په بېلو څانګو كښې ?? مرستې بلها موقعې وړاندې كوي۔ ده ددواړو هېوادونو د اړيكو لا مستحكم كولو په حاجت زور راوړو۔ د تیونس سفیر د پاکستان تحریک انصاف حکومت لخوا د بشري پرمختګ ٬ روغتيا او د زده كړو څانګه كښې ??صلاحات تر ټولو لومړۍ ترجيح جوړولو ستائنه وكړه۔