لاهور 15 ستمبر(اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي چې د پاكستان ریلویز اووه واړو ډویژنو كښې په ریلوے اسټیشنو د څښلو پاكو اوبو وركولو له د فلټریشن پلانټ لګولو پريكړه شوې ٬ پبلك پرائیویټ پارټنر شپ ترمخه ریلوے اسټیشنې به اپ ګریډ كولې شي ٬ په تجربا??ی توګه يو يا دوه فریټ ټرینو??ه نجی څا??ګې له وركوو ٬ موهنجوداړو او روہی ایكسپریس اپ ګریډ ډ ریك سره چلولې كېږي،ریلوے كښې د 23 زره ملازمتونو اجازې اخستلو له مو وزیراعظم ته خواست كړې دې۔ ده د خا??ي په ورځ ریلوے هیډ كوارټر لاهور كښې خبرې كنفرنس ته خطاب كولو ٬ په دې مهال د ريلوے نور افسران هم موجود ؤ ۔ شیخ رشید احمد ووئيل وزیراعظم عمران خا?? ته د ریلوے زمكې خرڅولو په اړه د آرډیننس راوړلو خواست شوې دې دغسې هغه په 15 ورځو كښې د ريلوے زمكې ریكارډ هم طلب كړې دې ٬ ده ووئيل د پاكستان ریلویز كښې سروسز لا ښه كولو له 10 زره ملازمتونو ته په سمدستي توګه اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې وزیر اعظم ته د 23 زره ملازمتونو اجازې اخستلو له خواست شوې دې ۔ شیخ رشید ووئيل په ریلوے اسټیشنو به اولس او مسافرو له د څښلو پاكې اوبه وركولې شي ٬ په دې لړ كښې په 7 ډویژنو كښې په ریلوے اسټیشنو فلټریشن پلانټس لګولو له د ټینډر طلب كولو پريكړه شوې ده ۔ ده ووئيل پبلك پرائیویټ پارټنر شپ ترمخه د ریلوے اسټیشنو اپ ګریډېشن به كولې شي ۔ وفاقی وزیر ووئيل دریلوے روغتونونه د پبلك پرائیویټ پارټنر شپ ترمخه نجی څا??ګې له آفر وركوو دغسې په دې لړ كښې آرمی میډیكل كور سره خبرې اترې روانې دي خو دې اقدام سره به د روغتونونو سټاف نه ځپلې كېږي ۔ ده ووئيل د ریلوے ملازمان د كال د 20 كروړه رژپو بهر څخه درملنې كوي ٬ دې سره به زيات بچت وشي ۔ شیخ رشید احمد ووئيل موہنجوداړو او روهی ایكسپریس اپ ګریډ ډ ریك سره چلولې كېږي ۔ ده ووئيل په فریټ فوكس كوو كوم چې د ریلوے لائف لائن دې ٬ په تجربا??ی توګه يو يا دوه فریټ ټرینونه پرائیویټ سیكټر له وركوو٬ ده ووئيل په ټرینونو كښې به په 100 ورځو كښې وائی فائی او ټریكر لګولې شي دغسې ډير زر به د نوې ټرینوں زيرې اولس له وركړو۔دې نه پس د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد د لاهور ریلوے اسټیشن دورہ وكړه او د پينډۍ ایكسپریس ریك څارنه ئې وكړه ٬ شیخ رشید احمد ووئيل د پاكستان ریلویز د اړخه ښه كوچز تیار كړې شوې دي۔