اسلام آباد 07 جون (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصرالملك په مشرۍ كښ?? د پېټروليم څانګې په اړه د بريفنګ غونډه د زيارت په ورځ وزيراعظم آفس كښ?? وشوه۔د برېښنا لنډ مهاله وزير بېرسټر سيد علي ظفر٬د وزيراعظم سېكتر سهيل عامر٬د پېټروليم سېكتر سكندر سلطان راجه او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔د پېټروليم سېكتر وزيراعظم له د پېټروليم څانګې صورتحال او په خاص توګه د ګاز او پیټروليم منصوعاتو پېداوار او طلب پھ اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې په هېواد كښ?? د توان موجوده حاجت 79.58 ملينه ټنه تېلو برابر دے كوم چې 38 فيصده ګاز٬ 34 فيصد تيل٬ 6 فيصده اېل اېن جي او نورو وسائلو څخه پوره كېږي۔د پېټروليم سېكتر په هېواد كښ?? د تېل او ګاز موجوده پانګو او په صوبو كښ?? د پېداوار او استعمال صورتحال جائزه هم وړاندې كړه۔په دې موقع ووئيل شول په هېواد كښ?? د ګاز صارفينو شمېره 88 لكه ده او په دې كښ?? د كال 5 لكه اضافه كېږي۔ځايې پېداوار كښ?? د كمي په تناظر كښ?? د اېل اېن جي ضرورت كوم چې دا وخت 1 زر اېم اېم سي اېف ډي د??۔تر 2030 به 3600 اېم اېم سي اېف ډي ته ورسي۔د پېټروليم سېكتر د ګاز خرڅولو بيعو پشمول د پېټروليم څانګې په اړه بېلې مس??لې رامخې ته كړې۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه بايد د لنډ مهاله حكومت دائره اختيار له مخې د بېړی صورتحال مخ نيوي نه علاوه د پېټروليم په اړه د مس??لو حل له كوټلي تګلاره جوړه شي كومه چې بيا د نوې ټاكلې حكومت هم پكار راشي