اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سیّد خورشید احمد شاہ وئيلي دي د لنډ مهاله وزیراعظم په معامله به د وزیراعظم شاهد خاقا?? عباسی سره د د نهې په ورځ ملاقات كوم، تر اوسه مخالفو ګوندونو د لنډ مهاله وزيراعظم لپاره كومه نامه نه ده وركړې، مونږ به د ګوند غونډې نه ??س د لنډ مهاله وزيراعظم نامه وړاندې كوو، ??اي?? د اسلام آباد نوې هوائي ميدان نامه بينظیر بھټو نړيوال هوائي ميدان كېښودلې شي، پارلمان دې خپله د احتساب يوه کمېټی جوړه كړي كومه به چې د سیاستمدارو احتساب کوي۔ د ګل په ورځ پارلمان كښې د ميډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې لنډ مهاله حکومت كښې د ښو كسانو نامې وړاندې كړې شي ځكه چې د راروانو ټولټاكنو ټول انحصار به په لنډ مهاله وزیراعظم وي، دې لپاره به هڅه كولې شي چې ښه كس لنډ مهاله وزیراعظم جوړ كړې شي۔ده ووئيل هڅه كوو چې د مئی په وړومبۍ اوونۍ كښې د لنډ مهاله وزیراعظم په اړه باضابطه مشا??رت پيل شي۔ خورشيد شاه ووئيل ??اي?? د اسلام آباد نوې هوائي ميدان نامه بينظیر بھټو نړيوال هوائي ميدان كېښودلې شي، كه داسې ونه شوه نو مونږ به سترې محكمې ته رجوع كوو۔ ده ووئيل پ??وانې هوائي ميدان به هوائي ځواك ته وسپارلې شي، ??اي?? د ټولو ادارو احترام وكړې شي ، ده ووئېل پ??رلمان خپه د احتساب يوه کمېټی جوړه كړي، كومه به چې د سیاستمدارو احتساب کوي، دغسې به د شريك احترام د لارې کامیاب جمهوریت ممکن كيدې شي۔