اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د سعودي عربستان سمندري ځواك دوهم مشر فه?? بن عبدالله د ??يو?? هېډكوارټر دوره وكړه او د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي سره يې ملاقات وكرو۔??يو?? هېډكوارټر ته په راتلو د پاك سمندري ځواك مشر د سعودي عربستان سمندري ځواك دوهم مشر هركلے وكړو۔د پاك سمندري ځواك يوې چمتو ډلې ګران مېلما ته سلامي وركړه۔د سلامۍ څخه وروستو ګران مېلما سره چيف آف سټاف او په ??يو?? هېډكوارټر كښې پرنسپل سټاف آفيسرز معرفي كړې شول۔ دې څخه وروستو فه?? بن عبدالله د پاك سمندري ځواك مشر سره م??اقات وكړو۔ملاقات كښې په پېشه وره چارو او دوه اړخيزه سمندري شريكوالۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د دوارو هېوادنو ترمينځه د مرستې په بېلو څانګو هم غور وشو۔ګران مېلما ته يو بشپړ بريفنګ وركړې شو۔د خپلې دورې په دوهم پړاؤ كښې به وائس اېډمرل فه?? بن عبدالله لاهور او كراچۍ كښې ??يو?? فيلډ كمانډز سره م??اقاتونه كوي۔د پاك سمندري ځواك او رائل سعودي ??يو?? فورسز ترمينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې دي۔د رائل سعودي ??يو?? فورسز جوړېدو كلونو په م??ال د پاك سمندري ځواك لخوا وركړې شوي تربيتي آسانيو او تكنيكي مشاورت د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو ترمينځه د نزدې اړيكو د ودې بنياد اېښودلې۔ د رائل سعودي ??يو?? فورسز يو شمېر سينئر افسران پاكستان كښې تربيه كړې شوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې فه?? بن عبدالله د سعودي ??يو?? فورسز درېم پرله پسې مشر دې كوم چې د پاكستان ??يو?? اكېډمي ګريجوېټ دې۔د خپل منصب سنبهالولو څخه وروستو دا د ده اولنۍ غېر ملكي دوره ده كومه چې پاكستان سره د ده د نزدې تعلق څرګندونه كوي۔د ده دې دورې سره به د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو ترمينځه اړيكې لا مستحكم شي