اسلام آباد ۔ 26 دسمبر (اے پی پی) د توان وزارت (پاور ډويژن)د برېښنا وېش ٬ ترسيل ٬ لوډشېډنګ او بل??ګ صورتحال ٬ نېټ ميټرنګ او نور معلومات آن لائن ترلاسه كولو د ’’روشن پاکستان‘‘ په نامه موبائل اېپليكېشن جاري كړو۔ د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار ??وېس احمد خان لغاري وئيلي چې حكومت د برېښنا په لوډشېډنګ د قابو موندلو او پېداوار كښې د زياتوالي وعده ترسره كړې۔ د واجباتو وصولۍ او د برېښنا غلا مخنيوي له ګامونه پورته كوؤ۔ د لائن لاسز ??مې??ې به هم د موبائل اېپلیکېشن د لارې ترلاسه كولې شي۔ دې نوي سسټم سره به صارفين د ډسټري بيوشن كمپنو د كاركردګۍ او خپل فيډر څخه د برېښنا د رسنې جاج په خپله اخستلې شي۔ چارواكي به صارفين ته ځواب وركوؤنكي جوړوؤ۔ د نهې په ورځ د پاور ډويژن وزارت كښې د يو خبري كنفرنس په مهال سردار ??وېس احمد خان لغاري د موبائل اېپلیکېشن اجراء وكړو۔ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل په سوشل میډیا د لوډشېډنګ په اړه د ځينې عن??صرو لخوا د حكومت بدنامولو هڅې كېږي۔ ده ووئيل حكومت د برېښنا لوډشېډنګ تګلار څو اونۍ وړاندې وركړې وو او د برېښنا پېداوار ?? زياتولو او د موبائل اېپلیکېشن جاري كولو خپله وعده ئې ترسره كړې۔ ده ووئيل موبائل اېپلیکېشن سره به دوه نيم كروړه صارفين څه وخت هم رېفرنس لمبر څخه بشپړ ريكارډ ترلاسه كولې شي او ددې د لارې به هر وګړې ته زمونږ د ادارو د هرې ورځې كاركردګۍ په اړه معلومات ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل د هېود په تاريخ كښې دا يو لوئے ګام دے۔ ده ووئيل دا مهال 4 زره څخه تر 4 نيم زره مېګاواټ برېښنا زياته ده۔ آئی پی پیز ته د ادائيګو طريقه كار موجود دے۔