لاهور 11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ د دفاع قائمه كم??ټې چيئرمېن مشاهد ح??ېن سيد وئيلي دي چې د پاكستان پوځ دبنګ ا?? پارلمان فعاله دے٬ د سول او عسكري مشرانو ترمېنځه مكمل همغږي موجود ده٬ د پاكستان پوځ د ختيز او لوېديز محاذ پشمول د هېواد دننه د ترهګرې په ضد په مړانه مقابله كوي٬ د سرلښكر قمر جاوېد باج??ه لخوا د افغانستان او د اېران دوره خوش بينه ده۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د كم??ټې نورو غړو سره يو ځائ په ننكانه صاحب كښې د كېپټن حسنېن نواز شهيد استوګنې ته د تللو نه پس د هغه په قبر د ګلونو غوړولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د برتانيې د دارالامرا غړے لارډ نذير٬ سناتور مير كبير٬ سناتور محمد جاوېد عباسي٬ سناتور محمد اعظم خان سواتي او د قومي اسبملې غړې شذره منصب پشمول ځائي استازي هم موجود وو۔ مشاهد ح??ېن سيد ووئيل چې د كېپټن حسنېن نواز شهيد د شهادت په وخت په غونډه كښې پرېكړه شوې وه چې كم??ټي به په خپله ننكانه صاحب كښې د هغه كورنۍ سره غمرازي كوي۔ ده ووئيل چې كېپټن حسنېن د كاناډائي وګړو بچ كولو په وخت خپل ځان بچ كولې شو خو د خپل ځان پروا ئې ونه كړه او خپله وظيفه ئې ترسره كړه٬ هغه د وسله والو ځواكونو وياړ دے۔ د دې څخه وړاندې د كم??ټې غړي د حسنېن نواز شهيد استوګنې ته لاړل او د هغه پلار محمد نواز سره ئې غمرازي وكړه۔ د دې نه پس كم??ټې د ګوردواره جنم استهان دوره وكړه چرته چې سكھـ مشرانو د دوي تود هركلې وكړو۔