اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې پھ كشمير د هندي ځواكونو غاصبانه قبضه د تاريخ يو تور باب دے٬د كشمير مسئله يو فليش پوائنټ دې كوم چې نه يوازې منطقې بلكې د ټولې نړۍ امن لپاره يو دائمي خطر دې٬نړيواله ټولنه دې د دې مسئلې سمدستي حل او په مقبوضه وادۍ كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلمونو او د بشري حق??نو څخه د كېدونكو سرغړونو خاتمې لپاره خپل مهم كردار ترسره كړي۔ده دا خبرې پھ مقبوضه كشمير كښې د تورې و??ځې په موقع په خپل پیغام كښې وكړی كومه چې هر كال د اكتوبر په 27مه نېټھ پھ مقبوضه كشمير د هندي ځواكونو د غاصبانه قبضې په ضد د احتجاج په توګه په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي٬ كشميري ا??لس سره د يو والي څرګندونه كولو سره د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې كشميري ??روڼو سره زمونږ رشته يوازې د مذهب٬كلتور او د انسانيت په بنيادونو نه بلكې د پولې په دواړه خوا د اولس ترمينځه د وينې رشته ده۔ده ووئيل چې پاكستا?? د ??لګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشميري ا??لس پھ هيلو د كشمير د مسئلې حل لپاره پوخ عزم لري۔ده كشميري ا??لس ته په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د كشمير مسئلې تر حل پورې د پاكستان لخوا د دوي د سياسي٬سفارتي ا?? اخلاقي ملاتړ روان ساتلو باور وركړو۔ده په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلمونو سخته غندنه وكړه۔ده ووئيل چې د كشميري ا??لس د خپلواكۍ د حق تحريك د ټوپك په زور نه شي تر پښو لاندې كېدې۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د خپلواكۍ حق لپاره د كشميري ا??لس لخوا وركړی شوې قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي په دې موقع په خپل پیغام كښې ووئيل چې پھ مقبوضه سيمه كښې د بشري حق??نو څخه سرغړونه يو اوږد تاريخ لري٬د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې مقبوضه سيمه يوه لانجمنه سيمه ده چې پكښې ريفرنډم كول لا پاتې دي۔