اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د پېښور په حيات آباد سيم?? كښې ??ان??رګې بمي چاودن?? كښې د ايډېشنل انسپكټر جنرل (اے آئي جي) هېډكوارټرز محمد اشرف نور شهيد او پينځه پوليس اهلكار ژوبل شوي دي ۔د پېښور پوليس مشر طاهر خان مېډيا ته ووئيل چاودنه ??ان??رګې بريد ؤ او ه??ف اشرف نور ؤ۔چاودنه هغه مهال وشوه كله چې ??ان??رګي بريد كوونكې د چاودېدونكو توكو څخه ډك موټر سائيكل د ايډېشنل آئي جي ګاډي د زرغوني جومات سره نزدې ټكر كړو ۔د پوليس اے آئي جي د كور نه ډيوټۍ لپاره روان ؤ ۔په چاودن?? كښې ګاډې پھ بشپړ تباه شوې او ژوبل شوي اهلكار د حيات آباد مېډيكل كمپلېكس ته رسولې شوي چې پكښې د يو حالت نازك ښودلې شوې۔د بم ډسپوزل سكواډ له مخې په چاودن?? كښې د 15 نه تر 20 كلوګرامه چاودېدونكي توكي كارولې شوي۔د پیښې نه پس امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړې او د لټون ??مل??ات يې پېل كړي ۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬د پنجاب وزيراعلٰی محمد شهباز شريف٬د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا٬د وزيراعظم صلاحكار امير مقام٬د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب٬د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او د پي پي پي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د چاودنې سخته غندنه كړی ده او د ارواښاد بخښنې لپاره يې دعا كړې۔